نوین الحق په انګلستان کې د غوره بالر په توګه د اعزاز خولۍ ترلاسه کړه

نوین الحق

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي نوین الحق د انګلستان په شل اوریزو لوبو کې د خپل کلب له مشرانو د غوره بالر په توګه د اعزاز خولۍ ترلاسه کړه.

هغه چې د انګلستان د شل اوریزو لوبو ویټاليټي بلسټ په سیالیو کې د لیسټرشایر په ګټه لوبیږي تر دې دمه ۱۴ لوبو کې ۲۳ وېکټې اخیستي.

نوین تر دې دمه د یادو شل اوریزو سیالیو مخکښ ویکټ اخیستونکی هم دی.

ده تېر کال هم په یادو لوبو کې تر ټولو زیات لوبغاړي اوټ کړي وو.

نوین د لیسټرشایر څخه د ویاړ په پار د ګولډ فاکس خولۍ له ترلاسه کولو وروسته پرون په خپل فېسبوک لیکلي، چې په دې لاسته راوړنې ډېر خوشاله دی او له ټولو چې ورسره همکار پاتې شوي مننه کوي.