د ایران د بهرنیو چارو وزیر سوريې ته تللی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په داسې حال کې سوريې ته تللی، چې ترکیې د سوریې په شمال کې پر کرد ملیشو د برید ګواښونه کړي.

تېرې یوې میاشت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو ځلې ګواښ کړی، چې هېواد به یې د سوریې په شمال کې د دوو سیمو پر ضد نوي پوځي عملیات وکړي او په دغو سیمو کې به کرد ملیشې چې، هغه یې «ترهګر» بولي، په نښه کړي.

عبداللهیان پرون سوریې د سفر پر مهال وویل چې په سیمه کې د ترکیې او سوریې تر منځ د سولې او امنیت د راوستلو په هدف هڅې کوي او ایران د یوه نوي جنجال د رامنځته کېدو مخه نیسي.

هغه په سوریه کې د دغه هېواد له ولسمشر بشار اسد سره کتلي او د ایرنا د راپور په اساس لویدیځ هېوادونه یې تورن کړي، چې په سوریه کې د سولې او ثبات په تړاو ادعاوې یې د ده په خبره واقعیت نه لري.