په قره قالپاګستان کې لاریون کوونکو د حکومتي ودانیو د نیولو هڅه کړې

ارشیف

د ازبکستان په ناکراره قره قالپاګستان خودمختاره جمهوریت کې لاریون کوونکو په اساسي قانون کې د ځينو بدلونو د راوستلو د پلان په غبرګون د حکومتي ودانیو د نیولو هڅه وکړه.

که اساسي قانون کې پلان شوي تعدیلات راشي له دې خودمختاره سیمې هغه واک اخلي چې په اساس یې کولای شوای له ازبکستان څخه خپلواکي وغواړي.

سیمه ییزو چارواکو لاریون کوونکي بلواګر یاد کړي او ویلي یې دي، چې خلک یې د حکومتي ودانیو د نیولو لپاره په پلازمېنه نوکس ښار کې سره ټول کړي و او غوښتل یې خلک سره وویشي او ګډوډي رامنځته کړي.

د راپورونو په اساس ګڼ دا لاریون کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا بندیان شوي دي.