د اوکراین په میکولایف ښار کې نن د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د دې ښار، ښاروال الکساندر سینکیویچ د ټلګرام په یوه پیغام کې د چاودنو خبر تایید کړی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په خپلو پناهځایونو کې پاتې شي.
تر دې مخکې پرون جمعه د اوکراین چارواکو ویلي وو، چې په سیرهيیفکا ښار کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ او تفریحي مرکز د روسیې راکټونه لګېدلي، چې د دوو ماشومانو په ګډون د ۲۱ ملکیانو د وژل کېدو او ۳۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.
دغه ښار د اودیسه په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.