امریکا د بشري ویزو د اخیستو شرایط اسانه کړي

پر کانګرس د امریکا بیرغ

د امریکا حکومت بې له دې چې اعلان وکړي د هغو کسانو لپاره چې غواړي د بشري خواخوږۍ پر اساس د امریکا په متحدو ایالتونو کې پناه واخلي، د شرایطو قوانین پراخ کړي دي.

د سي بي ایس تلویزیون د راپور له مخې، د بایډن ادارې دا کار وروسته له دې کړی چې د زرګونو افغانانو د پناه د غوښتنلیکونو د ردولو په خاطر له انتقادونو سره مخامخ شوه.

په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا حکومت په دې برخه کې خپله پالیسي په وروستیو میاشتو کې بدله کړې ده.