تایوان په افغانستان کې زلزله ځپلو سره مرسته کوي

په جنوب ختیځ کې زلزله ځپلو سره د مرستې رسونې بهیر

تایوان په افغانستان کې زلزله ځپلو ته د مرستې لپاره د ترکیې له سره میاشت ټولنې سره همکاري کوي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، حکومت یې پرېکړه کړې چې د ترکیې له سره میاشت ټولنې سره همکاري وکړي څو د افغانستان د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته ژر تر ژره مرسته ورسېږي.

د پکتیکا او خوست د تېرې میاشتې په زلزله کې رسماً د ۱۱۵۹ تنو مړینه او د شاوخوا ۲ زره ټپي کېدا تایید شوه او د ۳ زره کورونو د نړېدو له کبله تر درې نیم لکه زیات افغانان زیانمن شوي دي.

تایوان مخکې له افغان زلزله ځپلو سره یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.