په پاکستان کې بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي

د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې پر اساس د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په تېرو څلور نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.

د پاکستان د روغتیا کلي اداره وايي، په دغه هېواد کې یو وار بیا د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

پرون جمعه په دغه هېواد کې د کرونا ۶۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې خو ویل کېږي چې په پاکستان کې د کرونا ډېرې پېښې رسماً نه ثبت کېږي.

د پاکستان د روغتیا د ملي ادارې پر اساس د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په تېرو څلور نیمو میاشتو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلی دی.