مجاهد: د ديني عالمانو غونډه کې به نن کمېټې فعاليت پيل کړي

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

نن په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د دیني عالمانو او قومي مخورو د غونډې دویمه ورځ ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ګډونوالو په څو کمېټو کې خپل کار مخته وړي او سبا به بیا پرېکړه لیک هم ولري.

طالبانو شاوخوا درې نیم زره دیني عالمان او مخور د افغانستان له ولایتونو او ښارونو راغوښتي او وايي چې پر مهمو ملي او سیاسي مسایلو بحث کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند پرون په خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د دوی مشرتابه د امکان تر حده د غونډې د ګډونوالو پرېکړې پلې کوي.

په دې ډله کې هېڅ ښځه نه ده رابلل شوې چې دې مسلې ګڼې نیوکې راپارولي.