هندي رسنۍ: ۱۵۰ سېکهان او هندوان به له کابل هند ته ولېږدول شي

ارشيف

هندي رسنۍ وايي چې ۱۵۰ تنه افغان سېکهان او هندوان لا هم په کابل کې انتظار دي چې هند ته ولېږدول شي.

په کابل کې د جون په ۲۳ نېټه د سېکهانو بر ګوردواره له بریده وروسته پرون (پنجشنبې) د افغان سېکهانو لومړۍ ډله هند ته لاړه.

دا ۱۱ تنه افغان سېکهان د هند د حکومت او د دغه هېواد د مدني ټولنو په مرسته په یوه ځانګړې الوتنه کې ډیلي ته لاړه.

د کابل په کارته پروان کې د سېکهانو پر ګوردواره له بریده وروسته د هند حکومت ومنله چې سل تنو افغان سېکهانو ته به پناه ورکړي.