د ترکيې ولسمشر د کابل هوايي ډګر د مديريت په اړه د طالبانو ځواب ته منتظر دی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ترکیې له قطر او متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د کابل د نړیوال هوايي ډ‌ګر د عملیاتو وړاندیز کړی او لا هم د طالبانو ځواب ته انتظار ده.

اردوغان، دا خبره پرون (پنجشنبې) په مادرید کې د ناټو د سرمشریزې په پای کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

نوموړی دا خبره داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت د درې هوايي ډګرونو د مديريت چارې يو عربي شرکت ته سپارلي دي.