چين: د افغانستان زلزله ځپلو ته مو مرستې رسولي دي

د افغانستان په جنوب ختيځ کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ويجاړي

چین وايي، د یوې خیریه غیر حکومتي موسسې له لوري یې د افغانستان زلزله ځپلو ته بشري مرستې ورسېدې.

چین د افغانستان له زلزله ځپلو سره د اووه نیم میلیون ډالرو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه کړې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې یا اوچا پرون یو وار بیا اعلان وکړ چې په افغانستان کې شاوخوا ۳ لکه ۶۲ زره زلزله ځپلو ته څه باندې ۱۱۰ میلیون ډالرو ته فوري اړتیا ده.