کرزی امريکا ته: د افغانستان کنګل شوې شتمني د امانت په توګه وساتئ

پخوانی ولسمشر حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا وغوښتل چې د افغانستان اسعاري زېرمه د یوه امانت په توګه وساتي او په هیڅ صورت یې ونه لګوي.

ښاغلي کرزي دا خبره وروسته له دې کړې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل چې امریکا له طالبانو سره پر یوه مېکانېزم کار کوي چې طالبان په څه ډول له دې اسعاري زېرمې څخه، چې په حقیقت کې د افغانستان بانک او افغانیو پشتوانه ده، کار واخلي.

حامد کرزي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د افغانستان بانک اسعاري زېرمه د افغانستان د خلکو ملي شتمني ده او له امریکا غواړي چې دا پیسې مصرف نه کړي.