سعودي عربستان بله شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د سعودي د مياشت ليدنې کمېټه

سعودي عربستان پرون اعلان وکړ چې د ذي الحجې میاشت پرون ولیدل شوه او پر دې اساس جمعه د عرفې او شنبه د لوی اختر ورځ ده.

سږ کال له افغانستانه ۱۳ زره ۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره سعودي عربستان ته تللي.

تېر کمکي اختر کې د طالبانو د حکومت لخوا د اختر ورځ اعلان شوه، خو د لوی اختر د ورځې اعلان په اړه يې لا تر اوسه څه نه‌دي ويلي.