طالبانو پر بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړه

ارشيف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) په هېواد کې دننه په هر ډول سوداګري معامله کې له بهرنیو اسعارو کار اخیستل منع اعلان کړ.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابینې د پرېکړې پر اساس، د کور، ځمکې او موټر په شمول هر ډول تجارتي معامله په بهرنیو پیسو منع ده.

دې وزارت همدا راز ویلي چې د کابینې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره یې د پولیسو قوماندانو ته امر کړی چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د دې امر سرغړوونکو ته به له قانون سره سم سزا ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت څه باندې لس میاشتې وځي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دوی کوم قوانین عملي کوي.