د طالبانو د استخباراتو رياست: افغان يوټيوبر غلام سخي مو له بنده خوشې کړی

خو له غلام سخي سره درې تنه نور لا هم د طالبانو په زندان کې دي.

د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست مني چې افغان یوټیوبر غلام سخي یې له بنده پرون خوشې کړی دی.

د طالبانو د استخباراتو د لوی ریاست ویاند خلیل همراز ازادي راډیو ته وویل، غلام سخي پرون له بنده ازاد او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

یوټیوبر غلام سخي نږدې درې اوونۍ وړاندې مقدساتو ته د توهین په تور زنداني شوی و.

خو له هغه سره درې تنه نور لا هم د طالبانو په زندان کې دي.