د اوکراين په ليسچيانسک کې وضعيت خراب بلل شوی

د اوکراين د جګړې يو انځور

روسي ځواکونه د اوکراین په لیسچیانسک کې ړندو بمباریو ته دوام ورکوي او سیمه ییزو چارواکو په دې ښار کې چې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې وروستۍ سنګر بلل کېږي، وضعیت ډېر خراب بللی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي روسیه تورنه کړې چې په کریمینچوک کې په قصدي توګه ملکیان په نښه کوي په هغه ښار کې چې د خرڅلاو پر یوه لوی مرکز د روسیې د تیرې ورځې د توغندویي برید په نتیجه کې لږ تر لږه اتلس کسان وژل شوي او په لسګونو نور تر اوسه تري تم دي.

زلنسکي وویل، روسیه غواړي هر څومره چې کولای شي خلک ووژني.

نوموړي دغه راز پرون له ملګرو ملتونو وغوښتل چې ځانګړی پلاوی دې د پېښې ځاته واستوي یا دې په خپله د ملګروملتونو سرمنشي ورشي ترڅو پر توغنديو لګېدلی دغه ځای له نژدې وګوري.

زلنسکي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې بېړنۍ غونډې ته وکړې چې د روسیې له دغه توغندویي برید وروسته د کییف په غوښتنه رابلل شوې وه.