د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، امریکا د افغانستان په جنوب ختیځ کې د تیرې اونۍ د مرګونې زلزلې له زیانمن شویو سره نژدې ۵۵ ميلیون ډالره مرسته کوي او په دې برخه کې د خپلو شریکانو د کلک ملاتړ هرکلی کوي.
ټوماس ویسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا دغه اضافي مرسته به د اړتیا وړ په ضروري موادو لکه پر سرپناه، د اوبو د تصفیې کېټونو، کمپلو، جامو او نورو شیانو ولګول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې انتوني بلینکین ویل، دغه پیسې به د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لوري ولګول شي اوپه دې سره د هغو مرستو اندازه چې امریکا په تېر یوه کال کې له افغانستان سره کړې، ۷۷۴ ملیون ډالرو ته رسیږي.