د غاليو د توليد او صادرونکې ټولنه: د غاليو صادرات ۲۴ سلنه ډېر شوي

د افغانستان جوړې غالۍ

د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنه وايي، د تېرو کلونو په پرتله د غالیو صادرات ۲۴ سلنه ډېر شوي دي.

د دې ټولنې مشر نور احمد نوري نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د غالیو د سږ کال صادراتو په اړه ارقام وړاندې نه کړل خو وې ویل چې تېر کال یې اته نیم میلیونه ډالره صادرات درلودل.

نوموړي زیاته کړه چې پخوا به یوازې د افغانستان په شمال کې غالۍ اوبدل کېدلې خو اوس په نورو ولایتونو کې هم غالۍ اوبدل کېږي.

ښاغلی نوري وايي، د وزګارتیا او وچکالۍ له امله ډېرو خلکو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده.

هغه زیاتوي، د افغانستان غالۍ تر ډېره پاکستان ته او د پاکستان له لارې نورو اروپايي، اسیايي او امریکايي هېوادونو ته صادرېږي.