له زلزله ځپلو سره د روغتيا نړيوال سازمان مرستې کابل ته استول شوي

د پکتيکا د زلزلې ويجاړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دوبۍ کې د دوی له لوژستیکي مرکز څخه ۲۵ ټنه روغتیايي وسایل او تجهیزات کابل ته ورسېدل.

دغه سازمان پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه روغتیایي وسایل او تجهیزات په زلزله ځپلو سیمو کې د څلور سوه زه هغو کسانو لپاره دي چې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

ځینو روغتیايي ادارو په پکتیکا کې چې د تېرې چهارشنبې زلزلې تر بل هر وخت ځای زیات زیان ور اړولی د کولرا په څېر د خطر ناکو ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده.