اروپا کې د افغان سياسي پناه غوښتونکو شمېر کچه لوړه شوې

افغان پناه غوښتونکي

د پناه غوښتونکو لپاره د اروپايي ټولنې د یوه تازه راپور له مخې افغانان د اریتریا او سوریې له وګړو وروسته په اروپا کې د سیاسي پناه د غوښتونکو تر ټولو لویه شمېره جوړوي.

د کډوالو لپاره د اروپايي ټولنې ادارې په خپل تازه کلني راپور کې چې نن د جون په ۲۸مه خپور شو په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط، د بېلاروس د حکومت په مرسته اروپا ته د کډوالو د قاچاق او پر اوکراین د روسیې د برید په ګډون د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو جریاناتو ته په پام سره دا راپور خپور کړی.

په راپور کې اریتریا په سلو کې د ۸۱، سوریه په سلو کې د ۷۱ او افغانستان په سلو کې د ۶۴ کډوالو په لرلو په لومړي، دوهم او دریم ځای کې دي او ورپسې په ترتیب سره د سومالیا، ترکیې، ایران او عراق نومونه راغلي.

د اروپايي ټولنې د کډوالو ادارې د راپور له مخې په دې ترڅ کې ۱۰۲ زره افغان وګړو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې پناه غوښتې ده.