وسله والو نن د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین د کمپاین پر یوه ټیم په برید کې یو روغتیاپال او دوه پولیس وژلي دي.
دغه وروستۍ پېښه په شمالي وزیرستان کې چیرې چې د پولیو ډېرې پیښې ثبت شوې، رامنځ ته شوې ده.
د افغانستان ترڅنګ پاکستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو دي چې تر اوسه پکې د پولیو ناروغۍ شته او ډېر ځلې د سخت دریځو له خوا پر واکسیناتورانو حملې کېږي.
لکه د افغانستان په څېر په پاکستان کې هم له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپاین له پرون دوشنبې راهیسې پیل شوی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به له ۱۲ ميلیون او ۶ سوه زره زیاتو ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شي.
پاکستان له پنځلسو میاشتو وروسته په تېره اپریل میاشت کې د پولیو د لومړۍ پېښې د ثبتېدو خبر ورکړ.
له هغه راهیسې په دې هېواد کې یولس پېښې ثبت شوي دي.
ټولې دغه پېښې د شمالي وزیرستان په هغو کلیو کې ثبت شوي چې ډېری اوسېدونکي یې محافظه کار او د واکسینونو ضد دي.
په افغانستان کې چارواکو هیله څرګنده کړې چې د دغه کمپاین په ترڅ کې چې تر پنجشنبې پورې به دوام کوي، نژدې لس ميلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.