د ناټو د غړو هېوادونو مشران په مادرید کې مهمه غونډه کوي

د ناټو سازمان نښان

د ناټو د غړو هېوادونو مشران نن ناوخته د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې په هغه درې ورځنۍ غونډه کې راټولېږي چې په وروستیو څو کلونو کې د دې ټلوالې تر ټولو مهمه غونډه ګڼل کېږي.

د ناټو عمومي منشي یینس ستولتېنبېرګ پرون وویل، چې په دې سرمشریزه کې به د اوکراین لپاره د ډاډمنو مخابراتو، د ډرون ضد سیسټمونو او تېلو په څېر په بېلابېلو برخو کې د مرستو پر یوې نوې بستې موافقه وشي.

په پام کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي هم دې غونډې ته وینا وکړي.