ملګرو ملتونو پکتیکا او خوست ته د مرستو کاروان لېږلی

ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو ان اچ سي آر ویلي، چې په دیارلسو لاریو کې یې نهه سوه خیمې او د ژغورنې نور مواد پکتیکا او خوست ته استولي دي.

یوان اچ سي آر په یوه ټویټ کې ویلي، چې دا اداره د افغانستان په جنوب ختیځ کې په زلزله ځپلو لرې پرتو سیمو کې د عاجلې سرپناه تشه ډکوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د خوست په سپېرې او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې کورنۍ د دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

د تېرې چهارشنبې د ورځې د سهار وختې مرګونې زلزلې پر دغو دوو ولسوالیو سربېره د پکتیکا په ګیان کې هم خلکو ته ډېر درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.