هند له ايرلنډ لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله

د هند د کرکټ ملي لوبډله

د هند او ایرلنډ ترمنځ د دوه شل اوریزه سیالیو لومړۍ لوبه کې هندوستان په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، لوبه د باران له امله ” ۱۲ ” اورونو ته راښکته شو چې ايرلنډ په ۱۲ اورونو کې د ۴ لوبغاړو سوځېدو سر ۱۰۸ د منډو هدف وټاکه.

هند ټاکل شوی هدف د لوبې په لسم اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوهمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه سبا د جون ۲۸ مه نېټه په ایرلنډ کې ترسره شي.