د افغانستان کرېکټ بورډ له زلزله ځپلو سره مرسته کوي

د زلزلې د سيمې يو انځور

د افغانستان کرېکټ بورد وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځبلو سره مرسته کوي.

د کرېکټ بورد ویاند فرید هوتک نن ازادي راديو ته وویل، چې له همدې امله کرېکټ بورد یو پلاوی هم سیمې ته استولی دی.

نوموړي وويل: "د افغانستان کرېکټ بورد پکتیکا او خوست ولایتونو ته د سروې په موخه یو ټیم استولی دی، چې ډېر ژر به سروې تکمبل او مرستې به ورته ورورسېږي."

خو نوموړی د مرستې د رقم په اړه جزیات ور نه‌کړل.

ښاغلی هوتک دا خبرې ورسته له هغه کوي، چې د افغانستان د کرېکټ مشهور لوبغاړي راشد خان مخکې تر دې زلزله ځپلو سره د خپلې مرستې د اعلان تر څنګ له نورو هم غوښتي وه چې، د زیانمنو لاس نیوی وکړي.

د پکتیکا ولایت یو قومي مشر محمد خان کټوازي ازادي راډیو ته ویلي وه، چې راشد خان له زلزله ځپلو سره دوه ميلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.