افغانستان کې نن د پوليو واکسين د کمپاين پنځم پړاو پيليږي

دا بهیر به تر پنجشنبې پورې دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې نن (دوشنبه) په افغانستان کې د پولیو د واکسین د کمپاین پنځم پړاو پیلېږي او تر پنجشنبې به دوام وکړي.

د پولیو د له منځه وړلو د ملي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن هیله څرګنده کړه، چې وزارت به د تېرو کمپاینونو په څېر دا ځل هم نږدې لس میلیونه ماشومان واکسین کړای شي.

نوموړي وويل: "موږ په دې اونۍ کې د واکسین کمپاین مخته وړو چې د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې دوام کوي. د زلزلې له امله به یوازې په پکتیکا ولایت کې کمپاین په ځنډ پيل شي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان کال له پیل راهیسې په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، چې په ټول افغانستان کې د تېر کال په پرتله څلور پېښې شوې دي.

پوليو له افغانستان، نايجريا او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه وړل شوې ده.