د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بورېل وايي، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د بیا احیا کولو په هدف خبرې به ډېر ژر پیل شي.
ښاغلي بورېل نن د ایران د بهرنیوچارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په خبرو کې د ځنډ درې میاشتې پوره شوي او په کار ده چې خبرې چټکې شي.
بورېل بېګا ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده.