په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر ۱۱۵۰ کسانو ته ورسېد

د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو جسدونه

د طالبانو د حکومت د سرچینو په وینا په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې د مړو شمېر ۱۱۵۰ کسانو ته ورسېده.

یونېسیف وايي، د قربانیانو په ډله کې لږترلږه ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.

په افغانستان کې د یونېسیف استازي محمد ایو یا ویلي، چې په دې سخته زلزله کې همداراز نژدې اویا نور ماشومان هم ټپیان شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب ختیځ کې یوه سخته زلزله وشوه، چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ و. دې زلزلې تر ټولو زیات تلفات په پکتیکا او خوست ولایتونو کې اړولي دي.