له سيورودونيڅک ښار څخه د اوکرايني سرتېرو د وتلو خبر ورکړل شوی

د اوکراين د جګړې يو انځور

د اوکراین یوه محلي چارواکي نن ویلي، اوکرایني ځواکونه به له سیورودونیڅک ښار څخه چې په وروستیو کې روسیې اشغال کړی، ووځي.

چارواکي وايي مسکو هڅه کوي چې د اوکراین په ختیځ لوهانسک کې د اوکراین د مقاومت کوونکو وروستی سنګر هم کلابند کړي.

د لوهانسک والي سرهی هیدی ویلي، په هغو سنګرونو کې چې د تېرو میاشتو پر مهال ټوټې-ټوټې شوي، پاتې کېدل منطقي نه برېښي.