د کندهار برېښنا شرکت دوه انجنيران په ترافيکي پېښه کې مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولايت موقعيت

د کندهار د برېښنا شرکت دوه انجنیران پرون ناوخته د کندهار - هلمند پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې مړه شوي دي.

د برېښنا شرکت پرونۍ اعلامیه وايي، دغه کسان له یوې نیمې میاشتې راهیسې د کجکي د برېښنا فابریکه کې په کار بوخت وو، چې د راستنېدو پر مهال یې د کندهار ـ هلمند پر لویه لار ټکر وکړ او دواړو ساه ورکړه.

برېښنا شرکت وايي دوه نور کارګران یې ټپیان شوي دي.