انالنا بریوک: د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۲۱ زره افغانان جرمني ته ورغلي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالنا بریوک

د جرمني یوه چارواکې وايي، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو څخه راوروسته تر ۲۱ زره ډېر افغانان جرمني ته ورغلي دي.

د جرمني حکومت ژمنه کړې، هغه افغانان، چې د جرمني له پوځ او نړیوالو موسسو سره یې کار کړی دی او همدا راز هغه افغانان چې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي، خپل هېواد ته بیايي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بریوک پرون (پنجشنبه) وویل، په مجموع کې د هغو افغانانو په درو کې دوې برخې، چې د جرمني د مهاجرت اجازه یې ترلاسه کړې ده، دې هېواد ته رسېدلي دي.