ترکیې ژمنه وکړه، چې له اوکراین څخه به د روسیې له خوا د غله جاتو د غلا د تورونو په اړه څېړنه وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نن له خپل بریتانوي سیالې لیز ټراس سره په انقره کې وویل، د غله دانو نړیواله ستونزه دې په یوه میاشت کې حل شي، که نه د ویجاړوونکو عواقبو شاهدان به یو.
چاوش اوغلو ویلي، چې ترکیه به اجازه ور نه کړي، چې د روسیې یا بل هېواد له خوا غلا شوې غله دانه ترکیې ته وارده شي.
د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د اوکراین په ملیونونو ټُنه غله جات د تور سمندرګي په بندرونو کې راګیر پاتې دي.