کونړ: د يوه کور د چت پرېوتو له امله ۶ تنه مړه شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

د کونړ مرکز اسعداباد کلي کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله ۶ تنه مړه او څلور ټپیان دي.

ویل شوي دغه کور د زیات اورښت له کبله راپرېوتی دی.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب اله حنیف د پنج­شنبې ورځ ازادي راډیو ته وویل، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.