هند: يوه اوونۍ کې د کورونا ۸۲ زره پېښې ثبت کړي دي

ارشيف

په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې اوس د پخوا په شان د کورونا په اړه ډېر څه نه ویل کېږي، هند په یوه اوونۍ کې د کورونا څه باندې ۸۲ زره پېښې ثبت کړي دي.

کتونکي وايي، دې ته په پام کې په هند کې د کورونا نژدې ۲ میلیارده ډوزه واکسینونه شوي، په یوه اوونۍ کې تر ۸۲ زره ډېرو مثبتو پېښو ثبت د اندېښنې وړ دی.

تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې او ورڅخه مړینې په مهارشترا، کرالا، ډیلي، کرناټک او تامیل ناډو ایالتونو کې ثبت شوي دي.