اوچا: په پکتیکا او خوست کې زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره تیاری نیول شوى

په پکتيکا کې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې او لسګونه کلي يې په بشپړ ډول نړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې بشرپاله شریکان یې د طالبانو له چارواکو سره په همغږۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زیانمن شویو کورنیو سره د مرستو لپاره تیاری نیولی دی.

دې ادارې ویلي، چې لومړنۍ عاجلې اړتیاوې په نښه شوي چې په کې ټپیانو ته لومړني روغتیایي خدمات، عاجله سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي مواد، پاکې اوبه او د حفظ الصحې مواد شامل دي.

خو دغې ادارې ویلي، چې سختو ورښتونو او یخنۍ ته په پام عاجله سرپناه اوس لومړیتوب لري.

اوچا ویلي، چې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې تر۱۸۰۰ پورې کورونه ویجاړ شوي چې دا د دې ولسوالۍ اویا سلنه کورونه دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یونېسیف هم ویلي، چې لږترلږه دولس روغتیایي ټیمونه یې د پکتیکا ګیان ولسوالۍ ته استولي دي او يو شمېر نور ګرځنده روغتیايي او د تغذیې ټیمونه یې هم د پکتیکا برمل او د خوست سپیرې ولسوالیو ته استولي دي.

دا هغه ولسوالۍ دي، چې تر ټولو زیات دغې زلزلې زیانونه اړولي دي.

په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې ګیان او برمل ولسوالیوته یې سل کارتنه عاجلې روغتیایي مرستې رسولي دي.