د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د جیولوژۍ د پوهنځي استاد حمیدالله واعظمي وایي، په افغانستان کې شوې زلزله چې قدرت یې د ریختر په کچه ۶،۱ ثبت شوې، د پیاوړیو زلزلو له ډلې شمېرل کېږي.
چارواکي وايي، د پکتیکا دوو ولسوالیو ګیان او برمل کې د زلزلې له امله له ۱،۰۰۰ تنو زیات وژل شوي او له ۱،۵۰۰ زیات ټپيان دي.
د طالبانو حکومت اړوند باختر اژانس وايي د دغه ولایت زیړوک او نکې ولسوالیو کې هم زیات شمېر خلکو ته د سر او مال زیان اوښتی، خو کره شمېر یې نهدی معلوم.
دا چې ولې دغې زلزلې دومره زیانونونه اړولي دي، ایا د ریختر په کچه شاوخوا ۶ درجې زلزله د افغانستان د جغرافیایي موقعیت او د ودانیو جوړښت ته په پام پیاوړې زلزله بلل کېږي نوریاس نوري له ښاغلي واعظي سره د مرکې په پیل کې دا پوښتنه کړې ده.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5