ملګرو ملتونو ايران کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

د ايران بيرغ

په داسې حال کې چې په ایران کې د اعدامونو شمېر زیات شوی د ملګروملتونو یوې جګپوړې چارواکې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرې نَدا الناشف پرون وویل چې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د مخدرو موادو د اړوند جرایمو په ګډون په ایران کې د اعدامونو د شمېر د زیاتېدو له کبله ډېر اندېښمن دی.

د راپورونو له مخې په ایران کې په دې وروستیو کې د مخدرو موادو په اړوندو قضیو کې د محکومو تنکیو ځوانانو او همدا راز د افغان کډوالو د اعدامونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

په دې شورا کې د ایران استازي وویل چې دا اعاوې بې بنسټه او ناسمې دي.