تېره شپه د افغانستان او پاکستان يو شمېر سيمو کې زلزله شوې

ولایت خوست در نقشه افغانستان

د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د ادارې USGS د اټکل له مخې د دې زلزلې شدت د رېښتر په مقیاس ۶،۱ درجه وه.

USGS وايي چې د دې زلزلې مرکز د خوست ولایت په ۴۴ کیلومترۍ او د ځمکې په ۵۱ کیلو متره ژور تل کې و، چې کابل او د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد ته یې هم ټکان ورکړ.

د دې زلزلې د تلفاتو په اړه تر دې دمه معلومات نه‌شته خو شدت یې د پخوانیو زلزلو پرتله زیات و.

د اروپايي مدیترانې د زلزلو د څېړنیز مرکز EMSC له معلوماتو سره سم د دې زلزلې په ۵۰۰ کیلومترۍ شعاع کې د پاکستان او هند په یو شمېر ښارونو کې هم شاوخوا ۱۱۹ میلیون وګړو دا زلزله احساس کړه.

نور ووینئ ...

تازه جزئیات دلته ولولئ

په دې اړه نور: ​​​​​​پکتیکا کې د زلزلې له امله څه د پاسه ۱،۰۰۰ تنه مړه او له ۱،۵۰۰ زیات ټپيان دي