د امريکا لوی څارنوال: اوکراين کې پر جنګي جرمونو ککړ کسان له عدالت ځان نه‌شي پټولی

د اوکراين جګړه کې د ويجاړيو يو انځور

د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلند ژمنه کړې چې هرهغه کس به عدالت ته راکاږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې یې په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کړې وي.

هغه دغه ژمنه پرون سې شنبې اوکراین ته د سفرپه مهال وکړه او زیاته یې کړه چې هیڅوک نه‌شي کولای چې د دغسې جرمونو په خاطر له عدالت څخه ځان پټ کړي.

د امریکا د عدلیې وزارت وایي، د دې هېواد لوی څارنوال خپل اوکرایني سیال ته ویلي چې پر جنګي جرمونو د څارنې یوه کمېټه به وګماري.

دوه ورځې وروسته پر اکراین د روسیې جګړه پنځمې میاشتې ته داخلیږي.

په دې موده کې په اوکراین کې په زرګونو کسان وژل شوي او په ميلیونونه نور هم له هېواد بهر نورو اروپایي هېوادونو کډه کولو ته اړ کړای شوي دي.