د اسلامي همکاريو سازمان افغانستان سره د مرستې چمتووالی ښودلی

د اسلامي همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو بيرغونه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي همکاریو سازمان OIC چمتو دی چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهاربلخي پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پرون سې شنبې په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو د سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړی استازي طارق علي بخيت او ورسره مل پلاوي یې د بهرنيو چارو له سرپرست وزیرمو لوي امير خان متقي سره په کابل کې وکتل.

د ښاغلي بلخي په وینا په دې کتنه کې ښاغلي بخیت د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو د سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پرېکړه ليک د تطبيق په برخه کې شويو پرمختګونو، په دې لړ کې د شويو مرستو، او کابل ته د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو د راغلي پلاوي د سفر د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دې اړه چې OIC د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره په کومو برخو کې مرستو ته چمتو دی، نورجزیات نه‌دي ورکړل شوي خو دا له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، څوم ځل دی چې ښاغلی بخیت له ښاغلي متقي سره ګوري.

متقي ویلي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي توګه د اسلامي همکاریو د سازمان له غړیو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

د اسلامي کنفرانس د غړیو په ګډون تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.