د افغانستان په ډېرى سيمو کې د زياتو اورښتونو او سېلابونو اټکل شوى

آرشیف

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د اټکل له مخې په راروانو ورځو کې ښايي د هېواد په ډېرو سیمو کې درانه ورښتونه وشي، سېلابونه راوځي او سخت بادونه ولګېږي.

دې ادارې له خلکو غوښتي چې د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د هوا پېژندنې د ادارې رییس محمدنسیم مرادي رسنیو ته په یو پیغام کې ویلي دي، چې د پلازمېنې کابل او بدخشان، کندز، بامیان، غرني، کندهار، ننګرهار او پنجشېر په ګډون په شاوخوا ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا او سېلابونو اټکل کېږي.