د ښځو په لاس د تولید شویو محصولاتو د خرڅلاو لپاره به ډېر ژر انلاین بازار پرانیستل شي.
د سوداګرو ښځو خونه وایي، چې د ښځو د محصولاتو د خرڅلاو لپاره د انلاین بازار د جوړېدو کار ۹۰ سلنه مخ ته تللی او د یاد بازار د معیاري کولو لپاره یواځې لس سلنه کار پاتې دی.
د یادې خونې د مدیره پلاوي غړې افسانې رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې بازار په جوړېدو سره به صنعت کارې ښځې وکړای شي خپل تولید شوي سوداګریز توکي په مناسب قیمت، په نړیوالو بازارونو کې وپلوري.
د افغان مېرمنو د سوداګریزو توکو د انلاین بازار جوړېدو چارې د روان میلادي کال د مارچ په اتمه پیل شوي، چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو عملاً پرانیستل شي.
دا انلاین بازار په داسې حال کې جوړېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، په ډېر شمېر سره سوداګرو مېرمنو د خپلو محصولاتو د خرڅلاو لپاره د کورني او بهرني بازار له نشتوالي شکایت کړی دی.