طالبانو په کابل کې د افغان خصوصي تلوېزیون دفتر بند کړ

آرشیف

د افغان خصوصي تلوېزیون مسوولین وايي، چې د طالبانو وسله وال کسان یې پرون په کابل کې دفتر ته ننوتل او ټول وسایل او ان په آسمایي غره کې یې د څپو لېږدونکې دستګاه مهر او لاک او ضبط کړه.

د دې تلوېزیون رييس احمدشاه افغانزي تېره شپه آزادي راډیو ته وویل، چې طالبانو ورته وویل چې دغه رسنۍ د بریښنا شرکت او د اترا ادارې پوروړې ده او ټول پورونه باید فوراً ورکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ ورته وویل چې پوروړې یو، خو د پخواني حکومت او هغه وخت هم پخواني ولسمشر اشرف غني یوفرمان صادر کړى و، چې څوک چې پوروړي دي په اوو کلونو کې دې خپل پورونه پرې کړي او جریمې دې وبخښل شي، خو دوی ونه منله."

که څه هم د طالبانو مسوولو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په لسګونو رسنۍ د فشارونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او په سلګونه خبریالانو هم خپلې دندې پریښې یا له هېواده وتلي دي.

طالبان وایي، د بیان ازادي ته ژمن دي خو د واکمنۍ په موده کې یې ډېر خبریالان نیول شوي او شکنجه شوي دي.