هلمند کې له يوه سيند څخه د دريو کسانو مړي موندل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعيت

د هلمند چارواکي د هغو دریو کسانو د مړو د موندلو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په اوبو کې د لامبو په مهال ډوب شوي وو.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا پرون دوشنبې په خپره شوي خبرپاڼه کې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي خو له خلکو غوښتل شوي چې سیند کې دې له لامبو ډډه وکړي.

تر دې مخکي هم په دې ولایت کې دا ډول څو پېښې شوې وې.