ايران کې د دوو شيعه ملایانو د وژنې په تور نيول شوى کس اعدام شو

آرشیف

ایران پرون هغه کس اعدام کړ، چې په مشهد کې د دوو شیعه ملایانو د وژلو په تور په اعدام محکوم شوی و.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د مشهد قضایه ادارې پرون دوشنبې اعلان وکړ، چې د عبداللطیف مرادي په نوم په اعدام محکوم شوی کس چې مخکې افغان ښودل شوی او وروسته ایراني چارواکو هغه په خټه ازبک ښودلی، پرون دوشنبې د مشهد په وکیل آباد زندان کې په دار وځړول شو.

پر نوموړي تور پورې شوی، چې په تېره حمل میاشت کې یې د مشهد په امام رضا زیارت کې د چړو په ګوزارونو دوه تنه وژلي او یو بل سخت ټپي کړی و.