ګرجستان کې له اروپايي ټولنې سره د غړیتوب په ملاتړ لاریون وشو

اروپايي ټولنه کې د غړیتوب ملاتړ په موخه د ګرجستان د وګړو د لاریون انځور

د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پرون په لسګونو زره کسانو په یوه اعتراضه لاریون کې په اروپایي ټولنه کې د دې هېواد د غړیتوب ملاتړ وکړ.

دغه اعتراضیه لاریون داسې مهال ترسره شو، چې اروپایي کمېسیون په دې ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب لپاره د دې هېواد کاندیدي وځنډوله.

ګرجستان هیله من و چې له مولداویا او اوکراین سره هممهاله به د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.

اروپایي کمېسیون دغه راز ویلي، چې د روان میلادي کال په وروستیو کې به په دې ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پر مسئلې بیا غور وکړي.