دغه کارکوونکي وايې له تېرو اتو میاشتو راهیسې معاشات نهدي ورکول شوي چې له امله يې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو.
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت مسوولان د احمدشاه بابا هوايي ډګر د کارکوونکو استعفا
تاییدوي خو وايي چې د مستعفي شویو شمېر ۱۵ تنه دی چې د صفايي او په یو شمېر نورو برخو کې يې کار کاوه.
د احمدشاه بابا د هوايي ډګر لسګونه کارکوونکي داسې مهال استعفاوې کوي چې د طالبانو حکومت د لویو هوايي ډګرونو د چارو د مخته وړلو تړونونه د متحده عربي اماراتو له یوې کمپنۍ سره کړی.