د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اروپايي ټولنې سفیر وون برنټ سره کتلي.
سفیر وون برنټ د دې لیدنې په اړه چې په دوحه کې شوې په خپل ټوېټر لنډ بیان ورکړی.
هغه ویلي له اغلې امیري سره یې په دې باندې ګډ تفاهم درلود چې په افغانستان کې کثرت ګرایي یا څو رنګۍ او د ټولو افغانانو د استازولۍ په برخه کې لا ډېر مشارکت ته اړتیا ده.
لویدیځ له طالبانو غواړي چې په خپل حکومت کې ټولو افغانانو ته ځای ورکړي او د ښځو د حقونو د تامین تر څنګ ټول هغه ارزښتونه ومني چې په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوي.