داعش په کابل کې د سېکانو پر ګوردواره د پروني برید مسوولیت ومانه

د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو په دې عبادتځای یا ګردواره د وسله‌‌والو په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په کابل کې د سېکانو پر ګوردوارې د پروني برید مسوولیت اخیستی، چې دوه تنه په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

دغې ډلې د ټلګرام چینل له لارې د دغه برید د مسوولیت اخیستو په بیان کې ویلي، چې دغه برید یې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په غبرګون کړی چې ښایي اشاره یې د اسلام د ستر پیغمبر په اړه د هند د حکومت د یوه ویاند وروستۍ څرګندونې وې چې د افغانستان په شمول د نړۍ اکثره اسلامي هېوادونو هغه وغندلې.

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د کارته پروان په سیمه کې پر ګوردواره په پروني برید کې یوعبادت کونکی او یو طالب وژل شوي او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه برید د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما او یو شمېر نورو لورو په کلکه وغانده.

د بشري حقونو د څارنړیوالو ډلو ویلي، چې په افغانستان کې سېکان، صوفیان او اقلیت هزاره ګانو لپاره امنیت خوندي نه دی.