کابل د 'افغان سرمايې' په نوم يو لوى شرکت جوړېږي

ملاعبدالغني برادر

نن په کابل کې د افغان اینویسټ (افغان سرمایې) په نوم د یو لوی شرکت د چارو د جوړېدو پرانیسته وشوه.

دا پرانیسته د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال او د اقتصادي کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر وکړه.

د طالبانو د حکومت له خوا د ارګ په نوم په ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې په دغه لوی شرکت کې تر اوسه ۱۳ پانګه والو د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په اندازه د پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې.

په دغه لوي شرکت کې د کانونو، ساختماني، انرژي او کرنې په برخو کې پانګونه کېږي.

ویل کېږي، چې په ياد شرکت کې ګډونکوونکي پانګه وال ټول افغانان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت له ټول هغه افغان سوداګرو او پانګه والو چې په بهرنیو هېوادونو کې یې پانګونې کړي غوښتي څو خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

خو د یو شمېر راپورونو پر بنسټ لا هم ځينې پانګه وال په افغانستان د خوندي امنیت د نشتون له امله دغه کار ته زړه نه ښه کوي.